دخپریدو نیټه : 2015-08-01 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
په داخلي بريد کې دوو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.
لودين
نن غرمه مهال د کندهار ښار د پنځمي امنيتي حوزي اړوند د کابل دوه لاري د بريښنا رياست ته ورڅېرمه د يو داخلي بريد په ترڅ کې يوه پوليس پر نورو پوليسو ډزي کړي دي.
په دي پېښه کې يو تن پوليس وژل سوى او يو تن بل پوليس ټپي سوى دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلوتک د پېښـي پخلى کوي او وايې چې د پوليسو ترمنځ لومړى لفظي شخړه او وروسته نښته سوي چې پر مهال يې مرګ ژوبله رامنځته سوي ده.
هغه وايې چې په دي اړه به نور جزيات وروسته ورکړي.