دخپریدو نیټه : 2015-08-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د تېر په پرتله د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په جولای میاشت کې زیات شوي وو
احمد فیصل
په افغانستان کې د امریکا بې پیلوټه بریدونه په جولای میاشت کې تر پخوا زیات شوي وو. په لندن کې د څېړنیز ژورنالیزم یوه بنسټ په خپل میاشتیني راپور کې ویلي چې په جولای کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۲۱۶ کسان وژل شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې دا په ۲۰۱۵ کال کې په بې پیلوټه بریدونو کې د وژل شویو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.