دخپریدو نیټه : 2015-08-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
منصور دادالله: ملامحمد عمر په خپل مرګ نه دی مړ بلکې وژل شوی
احمد فیصل
د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان ملا منصور دادالله وايي د دوی پخوانی مشر ملا عمر د ناروغۍ له کبله نه دی مړی شوی، بلکې وژل شوی دی. نوموړي له بي بي سي سره په یوه تازه مرکه کې ویلي د هغه د مرګ کره نېټه نه ده څرګنده. دی وايي چې د دوو کلونو لپاره د هغه د مرګ پټ ساتل د هغه د وژلو تر ټولو ستر دلیل کېدای شي. منصور دادالله په دې مرکه کې د طالبانو ترمنځ د اختلاف د پخلي په ترڅ کې ویلي چې نوموړی د ملا عمر د زوی ملا یعقوب پلوی دی، ځکه د ده په باور پر هغه ډېر طالبان راټولېدای شي. هغه ټینګار کړی چې طالبان باید داسې مشر وټاکي چې د مظلومو افغانانو غږ واوري. په همدې حال کې ویل کېږي چې د ملا حسن ملاتړي د جمعې تر ورځې د یوې نوې شورا د جوړیدو لپاره غونډه وکړي. د طالبانو یوه مسوول ملا عبدالمنان رسنیو ویلي چې د دوی ملګري به په یو دوو ورځو کې د یوې شورا د جوړیدو لپاره راغونډ شي او د هغې په ترڅ کې به پریکړه وکړي چې نوی مشر وټاکي. ملا عبدالمنان چې د ملا حسن نژدې ملاتړی دی، یو ځل بیا وویل چې ملا منصور ده او د ده ملګرو ته د طالبانو د مشر په توګه د منلو نه دی.