دخپریدو نیټه : 2015-08-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
رضا رباني: د پاکستان حکومت دې د ملا عمر د مړینې او د افغان سولې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
احمد فیصل
د پاکستان مشرانو جرګې له حکومت څخه غوښتي چې د افغان سولې د ځنډېدو او ملا عمر د مړينې په اړه دې خپل دريځ روښانه کړي. پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى چې د مشرانو جرګې رييس رضا رباني تېره ورځ ناوخته د مشرانو جرګې د غونډې پر مهال له حکومت څخه وغوښتل چې د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز په دې اړه د معلوماتو ورکولو لپاره جرګې ته ور ولېږي. رباني په مشرانو جرګه کې د حکومتي ګوند ( مسلم لېګ) مشر راجا ظفر الحق ته ويلي، چې سرتاج عزيز نن او هم د چهارشنبې په ورځ غونډې ته راشي. هغه زياته کړه چې سرتاج عزيز بايد سناتورانو ته د افغان سولې پروسې د ځنډېدو او د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې په اړه معلومات ورکړي. د پاکستان د مشرانو جرګې رييس ويلي، چې د ملا عمر د مړينې په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت چوپتيا په نړيواله ټولنه کې د پاکستان پر ضد شکونه پيدا کړي. تر دې مخکې د مشرانو جرګې د غونډې پر مهال د پيپل ګوند سناتور فرحت الله بابر وويل چې افغان حکومت د پاکستان د معلوماتو په اساس د ملا عمر د مړينې اعلان کړى دى، خو پاکستانيو چارواکو تر اوسه د افغان حکومت د ادعا په اړه څه نه دي ويلي.