دخپریدو نیټه : 2015-08-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
زاخیلوال: دملا محمد عمر پر فاتحه بندیز د افغانانو له کلتور سره په ټکر کې دی.
احمد فیصل
د ولسمشر غني ستر اقتصادي سلاکار او د مالیي پخوانی وزیر ډاکتر عمر زاخیلوال دحکومت له لورې دپخواني طالب مشر ملا محمد عمر دفاتحې پر مراسمو بندیز له افغاني فرهنګ او دود سره په ټکر کې بللې دي او په دې په تړاویې په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي دي.
« په افغانستان کی د روان جنګ او ناورین یو عامل طالبان او په سر کی يې ملاعمر وو مګر اصلی عامل نه. د ملا عمر په مړینه نه خوښ یم نه خفه ځکه نه پوهیږم چه دهیواد لپاره يې عواقب څه دي. مګر له هر دولتی ارګان یا فرد له طرفه د ملا عمر د فاتحی د مراسمو له مخنیوی سره قطعآ همنظری نه یم. ځکه دا د افغانانو د عرف خلاف ده، زموږ دمقدس دین جواز نلری او د سولی د خبرو د اهدافو سره په ټکر کی ده. او خصوصآ په داسی حال چې په هیواد کې د ډیرو سوال برانګیزه څیرو چې ځینی يې د افغانستان د ناورین اصلی عاملین ګڼل کیږی او په شواهدو ولاړ جنګی جنایتونو تورن وو د مرګ رسمی تلینونه لمانځل کیږی فاتحی خو یې لا څه کوی مګر د ملاعمر د فاتحی ګډون کوونکو ته د امنیتی ارګانونو له لوری د حملی او بند ګواښ کیږی د ناانډولې برسیره د هیواد او په هیواد کی د سولی جوړی پروسی په ګټه یې نه بولم..»