دخپریدو نیټه : 2015-08-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غنی د وړمې شپې د ځانمرګي له سیمې څخه لیدنه وکړه
احمد فیصل
ولسمشر غني تېر ماښام د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د نقلیه سیاه سینګ په سیمه کې د وړمې شپې د تروریستي برید له سیمې څخه لیدنه وکړه. ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي د دې لیدنې پر مهال د کابل امنیه قوماندان د دغه برید له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل. ولسمشر غني د لیدنې په لړ کې د ملي پولیسو یو تن منسوب ته چې د پېښې په ځای کې حاضر و او په دغه پېښه کې یې د خپلې کورنۍ څو تنه غړي له لاسه ورکړي دي، د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړي.