مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-09   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د صنعت په سکټور کې د پانګونې د هڅونې طرحه حکومت ته سپارل کېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
خصوصي سکتور د صنعت په برخه کې د پانګونې په موخه د (پانګونې تشویقي پکېج» په نوم یوه طرحه چمتو کړې چې د حکومت د ملاتړ خپلولو په موخه به یې په راتلونکو څو ورځو کې ولسمشر ته وړاندې کړي. افغان صنعتکاران وايي، که حکومت یې طرحه ومني، دا به په افغانستان کې د صنعت د ودې په برخه کې یو لوی پرمختګ وي. د افغانستان د صنعتکارانو د سراسري ټولنې مشر شېرباز کمین زاده وايي د پانګونې تشویقي بسته به په راتلونکو دوو اونیو کې حکومت ته وړاندې شي. کمین زاده همیانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په دې تشویقي طرحه کې د پانګوالو عمده ستونزې په ګوته شوې او د حل لپاره یې له حکومت څخه په مشخصو برخو کې د ملاتړ غوښتنه شوې ده. صنعتکارانو ته د ځمکو وېش، د قوانینو اصلاح، د کرېډټ ورکړه، پر خامو توکو د ګمرکي تعرفې کمول، ارزانه برېښنا، پر مشابه توکو د ګمرکي تعرفې لوړول او د صنعت د ملاتړ لپاره د تشویقي پالیسیو جوړول؛ له حکومت څخه د افغان صنعتکارانو عمده غوښتنې دي. د صنعتکارانو د سراسري ټولنې مشر وايي چې د ثقلیه صنایعو په برخه کې پانګونه اوس مهال شونې نه ده او وخت ته اړتیا لري، خو د سپکو صنایعو په برخه کې پانګونه کولی شي چې افغانستان په لنډ وخت کې د خودکفایۍ حالت ته ورسوي. ده زیاته کړه، چې افغانستان د لومړنیو خوراکي توکو د تولید، بسته بندۍ، چاپي صنعت، د بوټانو او ټوکرو د تولید او په نورو برخو کې کافي خام مواد لري، چې د پانګونې زمینه ورته باید برابره شي. شېرباز کمین زاده وايي، د نوې طرحې له مخې به هڅه وشي چې لومړی په داخل او بهر کې د پانګوالو پانګې راټولې شي. د هغه په وینا، اوس مهال د افغان پانګوالو په میلیونونو ډالر پانګه په بهرنیو او کورنیو بانکونو کې خوندي ده چې د وړ چاپېریال د نه شتون له امله یې په صنعت او تولید کې نه کاروي. ده وویل:«که حکومت زموږ طرحه ومني او پانګوال ډاډه شي، نو دغه په میلیونونو ډالره پانګه به په صنعت کې په کار واچوو چې دا به د هېواد د اقتصاد لپاره یو ستر پرمختګ وي.» بلخوا د پانګونې د ملاتړ ادارې مشر قربان حقجو هم وايي چې ډېر ژر به په هېواد کې د پانګونې د تشویق په موخه یوه طرحه جوړه او عملي شي. قربان حقجو چې د تېرې شنبې په ورځ یې د څرخي پله په صنعتي پارک کې خبرې کولې، وویل چې د «پانګونې تشویقي پکېج» د عملي کېدو په اړه یې د مالیې وزارت سره خبرې کړې دي او د مالیې وزیر د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. افغان صنعتکاران وايي چې د حکومت د حمایوي پالیسیو د نه شتون له امله په تېره یوه لسیزه کې د هېواد صنعت وده ونه کړه بلکې د سقوط له ګواښ سره مخ دی. په افغانستان کې د نا امنۍ تر څنګ، د پانګونې پر وړاندې اساسي ستونزه د ځمکې او برېښنا نه شتون دی. صنعتکاران وايي چې حکومت د پانګونې او صنعت د تشویق لپاره لازمه زېربنا نه ده جوړه کړې او پانګوال د دغو اسانتیاوو د نه شتون له امله په هېواد کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي. خو د افغانستان د صنعتکارانو د سراسري ټولنې مشر وايي که حکومت د دوی طرحه ومني او ملاتړ یې وکړي، افغانستان به په ډېر لږ وخت کې د صنعتي تحول شاهد اوسي. سره له دې چې ولسمشر اشرف غني له صنعتکارانو او پانګوالو سره ژمنې کړې دي، خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ عملي ګام نه دی پورته شوی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery