دخپریدو نیټه : 2015-08-09 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني له نواز شریف سره تېلفوني خبرې کړې دي
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني له وسله والو طالبانو سره د دویم پړاو خبرو په اړه د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره خبرې کړې دي. د نواز شریف دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني پرون د پاکستان لومړي وزیر ته ټېلفون وکړ. په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو مشرانو په دې تلفوني خبرو کې په افغانستان کې له طالبانو سره د پخلاینې پر بهیر سلامشوره وکړه. ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د ځینو سرچینو له قوله ویلي د دواړو هیوادونو مشرانو موافقه وکړه چې د افغانستان د سولې بل پړاو خبرې دې ژر پیل شي.