مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-10   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په کابل کې د لومړی ځل لپاره د افغاني رسنیو نندارتون پرانیستل شو

benawa afghanistan
احمد فیصل
د لومړی ځل لپاره د آزادو رسنیو د فعالیتونو د ستایلو په موخه په کابل کې د افغاني رسنیو نندارتون پرانیستل شو. دغه نندارتون چې د اطلاعاتو کلتور وزارت او د افغانستان د نندارتونونو د مرکز لخوا په لاره اچول شوی د دوو ورځو لپاره به دوام کوي او د هېواد ګڼو تصویرۍ، صوتي او چاپي رسنیو پکې ګډون کړی. نندارتون ته د عامو خلکو سربیره د حکومت ځینې اوسنې او پخوانې لوړپوړی چارواکي هم راغلي . دوی په تیرو څوارلسو کلونو کې د رسنیو فعالیتونه د قدر وړ بولي او وایې چې اوس افغان رسنیو د دې وړتیا موندلې چې د نړۍ له رسنیو سره سیالي وکړي او نړی ته وښیې چې افغانان هم د بیان آزادی غوښتونکي دي. دلته راغلي نندارچیان د دا ډول نندارتونونو جوړول د رسنیو د همغږي کولو لپاره خورا مهم بولي او پر دوام یې ټینګار کوي. هاخوا د اطلاعاتو کلتور وزیر د نندارتون په پرانیست غونډه کې رسنۍ د هېواد لپاره لویه لاسته راوړنه بولي خو وایې چې افغان ژورنالستان لاهم له ګواښونو سره مخ دي او هره ورځې قرباني ورکوي. خو د مشرانو جرګې رییس وایې ځینې رسنۍ د ملي او اسلامي ارزښتونو پر خلاف خپرونې لري او له دې لارې د پردیو فرهنګ ته وده ورکوي. په همدې ترڅ کې له پانګونې د ملاتړ اداره رسنۍ د هېواد لپاره مثبته عایداتي سره چینه بولي او وایې که څه هم هېواد په اوسني شرایطو کې د اقتصادي بحران سره مخ دی خو رسنې کولای شي تر دیره هېواد له دغه بحران څخه وژغوري . د رسنېو دغه نندارتو په داسی حال کې جوړيږي چې دمګړی په هېواد کې ۱۰۰ تلویزیونونه ، ۲۵۰ راډیوګاني او د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې چاپي رسنۍ فعالیت کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery