مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-10   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امنیتي چارواکي وایي په ننګرهار کې یې د عملیاتو پرمهال ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده

احمد فیصل
چارواکي وايي چې د ننګرهار په خوږياڼو زون کې د پيل شوو عملياتو پر مهال تر اوسه څه باندې سلو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د (وسپنيز مثلث) په نوم د ملي اردو په مشرۍ پيل شوي عمليات د ننګرهار په خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسوالۍ کې روان دي. د ننګرهار د والي وياند احمد ضياءعبدالزی وايي چې د والي په مشرۍ د دغه ولايت اوونيزه امنيتي غونډه پرون د خوږياڼو ولسوالۍ په مرکز کې جوړه شوې وه. هغه زياته کړه، په دې غونډه کې د ولايت امنيه قوماندان، د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان، د ملي امنيت رييس، د ۳۰۱ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال ولي خان شينواري او ګڼ شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه. عبدالزي وويل چې د غونډې پر مهال د روانو عملياتو په لاسته راړونو او څرنګوالي، د ښار او ولسواليو پر امنيتي تدابيرو او د خپلواکۍ ورځې ۹۶يمې کالېزې د امنيت په اړه خبرې وشوې. د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدزمان وزيري يادې غونډې ته وويل چې د مثلث اوسپنيز عملياتو بهير په ډېر ښه ډول روان دی، مخالفين د دوی له ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري. هغه زياته کړه چې تر اوسه د دغو عملياتو په ترڅ کې ٧١ وسله وال مخالفين وژل شوي، ٣٧ تنه يې ژوبل شوي او ٨٣ ماينونه کشف او شنډ شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery