دخپریدو نیټه : 2015-08-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د افغانۍ د ارزښت لپاره د افغانستان بانک سیاست نور کار نه ورکوي
احمد فیصل
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي چې د هېواد د کړکېچن امنیتي او سیاسي وضعیت له امله د افغانستان بانک پولي سیاست بې اغېزې شوی دی او افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
سږ کال افغانۍ د ډالرو پر وړاندې په بېساري ډول خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
له دوو میاشتو راهیسې یو ډالر د ۶۰ او ۶۱ افغانیو په مقابل کې پلورل کېده، خو روانه اونۍ د یوه ډالر بیه ۶۲ افغانۍ او ۵۰ پوله ته لوړه شوې ده.
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مشر نجیب الله اختري وايي چې له تېر کال راهیسې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د بې ثباتۍ خوا ته روانه ده.
هغه زیاته کړه، چې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو راهیسې دغه وضعیت لاپسې خراب شوی دی او په بازار کې ډالرو ته تقاضا ورځ په ورځ ډېرېږي.
د افغانستان بانک هره اونۍ له ۵۰ تر ۹۰ میلیونو ډالرو بازار ته عرضه کوي چې د افغانۍ د ارزښت وساتي.
خو نجیب الله اختري همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، چې د افغانستان بانک د هېواد د روان کړکېچن سیاسي او امنیتي وضعیت له امله پر بازار کنټرول له لاسه ورکړی او پولي سیاست یې بې اغېزې شوی.
هغه وايي چې د افغانستان بانک بانک ډالر لیلاموي ، خو په بازار کې د لوړې تقاضا له امله د افغانۍ پر ارزښت هېڅ اغېز نه لري.
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مشر چې پر اوسني حکومت یې سختې نیوکې کولې، وویل چې کاروبار له سقوط سره مخ دی او خلک لګیا دي خپلې پیسې بهر وباسي.
د هغه په وینا، د ملي یووالي حکومت مشران د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.
ده وویل:«دا یوه لویه ستونزه ده چې په لنډ مهاله پالیسیو او سیاستونو نه هوارېږي، تر څو چې دلته فابریکې جوړې نه شي او پانګونه ونه شي، موږ به د ډېر وخت لپاره له دې ستونزې سره مخ یو.»
د ډالرو لوړې بیې په بازار کې د توکو پر بیو هم اغېز کړی دی.
د لومړنیو خوراکي توکو او سون توکو بیې لوړې شوې دي.
د افغانستان بانک چارواکي د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ټیټېدل موقتي چاره بولي.
د افغانستان بانک مرستیال عیسی خان تراب وايي چې ډالر په نړیوالو بازارونو کې لوړ شوي دي، چې په افغانستان کې یې هم پر افغانۍ اغېز کړی دی.
نوموړي دا یوه موقتي چاره وبلله او زیاته یې کړه چې تېر کلونه هم په ورته موده کې ډالر د افغانۍ پر وړاندې لوړېدل.
د نړیوالو مرستو کمېدل، د بهرنیو ځواکونو وتل او د تادیاتو د بیلانس کسر هغه عمده عوامل دي چې په وروستیو درېوو کلونو کې یې د افغانۍ ارزښت راټیټ کړی دی.
کارپوهان وايي چې د افغانۍ ارزښت مصنوعي بڼه لري او په تېره یوه لسیزه کې دغه ارزښت پر بهرنیو مرستو ولاړ و.
د افغانستان د تادیاتو په بیلانس کې سوداګریز کسر لویه ونډه لري چې د رسمي شمېرو له مخې د واردات د صادراتو په پرتله دېرش چنده زیات دي.
ان د لومړنیو خوراکي توکو د پېرلو لپاره هر کال له افغانستانه په میلیونونو ډالر بهر وځي.