دخپریدو نیټه : 2015-08-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د هلمند پولیس وايي د ولسي جرګې د یوه غړي د وژلو پلان یې شنډ کړی
احمد فیصل
د هلمند له امنیه قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي پولیسو هغه شخص نیولی چې غوښتل یې په ګرشک ولسوالۍ کې د ولسي جرګې غړی معلم میرولي خان ووژني. خبرپاڼه وايي چې دغه کس چاودیدونکي توکي په خپلو بوټو کي ځای په ځای کړي وو خو هدف ته له رسیدو مخکي ونیول شو. د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، برید کوونکي غوښتل هغې غونډي ته ننوزي چې د ولسي جرګي دغړي معلم میرولي خان لخوا جوړه شوې وه.