مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-11   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اونۍ هند ته ځي

احمد فیصل
ایران او هند به د روانې اوونۍ په پای کې یو وار بیا د افغانستان پر سر د نوي یمې لسیزې په شان ايتلاف جوړ کړي. د هند د کلکتې چاپ ټیلي ګراف ورځپاڼې لیکلي چې د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف ډیلي ته سفر کوي څو له هندي چارواکو سره د نړیوالو او سیمه ییزو مسلو په باب خبرې وکړي. د ورځپاڼې د راپور پر اساس دواړه خواوې به په خپلو خبرو کې له ډېرو کلونو غفلت وروسته د نوي یمې لسیزې اتحاد، احیا کړي. په نوي یمه لسیزه کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هند او ایران د طالبانو د رژیم پر خلاف د وسلو او پیسو په وسیله د شمال ټلوالې ملاتړ کاوه. له کله چې په هند کې نریندرا مودي واک ته رسېدلی د ظریف په شان د ایران کوم جګپوړی چارواکی هند ته نه و تللی. دی به له هندي چارواکو سره پر دوو مهمو سیمه ییزو مسلو خبرې وکړي چې یوه یې د داعش ګواښ دی او بله په افغانستان کې د طالبانو بدلېدونکی وضعیت چې د هند او ایران یووالي او همږغۍ ته اړتیا لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery