دخپریدو نیټه : 2015-08-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ریکا شپږمه غونډه راتلونکې میاشت په کابل کې جوړېږي
ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس ((RECCA شپږمه غونډه د روان لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۲ مه په کابل کې جوړه شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ریکا شپږمې غونډې لپاره د چمتو والي په موخه د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه غونډه رابللې وه.
په دې غونډه کې د بهرنیو سفیرانو او نړیوالو سازمانونو ۶۰ تنو استازو برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي چې د دې غونډې مشري یې کوله، وویل چې د افغانستان لپاره د سیمه ییزو همکاریو یا د ریکا شپږمه غونډه به د ۷۰ هېوادونو او نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو په ګډون د وږي په ۱۲ مه او ۱۳ په کابل کې جوړه شي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه کنفرانس به د افغانستان د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې په هېواد کې تر ټولو ستر کنفرانس وي.
کرزي وویل چې په نړیواله کچه بدلونونو په تېره بیا د ایران او لوېدیځ ترمنځ د اټومي لانجې پر سر هوکړې، په سیمه کې د اقتصادي همکاریو لپاره مثبتو بدلونونو ته لاره هواره کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې د اقتصاد پوهانو د ارزونې له امله سویلي او منځنۍ اسیا به په راتلونکو لسو کلونو کې د نړیوال اقتصاد پر مرکز بدله شي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل:« د افغانستان په محوریت د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په چوکاټ کې د ریکا له لارې کولای شو چې له دغو نویو جیو ایکانومیکي شرایطو لازمه ګټه واخلو.»
کرزي نړیوال او سیمه ییز سازمانونو او هېوادونه په ریکا شپږ کې فعال ګډون ته وهڅول.
وروسته د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو رییس وحیدالله ویسي د ریکا ۶ په اړه د تر سره شویو څلورو ګردي مېزونو په اړه غونډه کې ته معلومات ورکړل.
هغه وویل چې د ریکا د راتلونکې غونډې په اړه په څلورو ترسره شویو ګردي مېزونو کې د انرژۍ او طبیعي سرچینو، د اوسپنې پټلۍ او سړکونو، د ټرانزیټ او سوداګرۍ د پراختیا، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په ګډون په سیمه کې اقتصادي خدمتونو، پانګونې، سوداګریزو فرصتونو، مخابراتو، کار او کارګرو او مسلکي زده کړو په اړه خبرې شوې دي.
د ریکا په نوم د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د کنفرانسونو لړۍ په ۲۰۰۵ کال کې پیل شوه چې په هرو دوو کلونو کې جوړېږي.
تر اوسه د دې لړۍ پنځه غونډې شوي دي چې وروستۍ هغه یې په ۲۰۱۲ کال کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې جوړه شوې وه.
تر دې مخکې په نوي ډیلي، اسلام اباد او استانبول کې هم د ریکا غونډې جوړې شوې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ریکا د شپږمې غونډې په اړه په درېیم ګردي مېز کې چې د روان لمریز کال د چنګاښ په میاشت کې د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه، د ریکا ۶ کنفرانس اجنډا ټرانسپورټ، سوداګري او سیمه ییز ټرانزیټ و بلل شوه.
د بهرنیو چارو زوارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په دې غونډه کې ویلي وو، چې د ریکا ۶ کنفرانس به د «له افغانستانه د ورېښمو لار» تر نامه لاندې جوړ شي.