مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-11   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني: د الکترونیکي تذکرو د وېشلو پرېکړه نه ده شوې

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني دا خبره رد کړه چې ګنې الیکترونیکي تذکرې توزیع کېدو ته چمتو دي او د وېشلو پرېکړه یې شوې ده. مخکې د اجرايي ریاست له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي و چې کابینې د الیکترونیکي تذکرو د وېشلو پرېکړه کړې او نوي تذکرې به په هغه بڼه وي چې ولسي جرګې یې په اړه پرېکړه کړې وه. د اجرايي ریاست اشاره دې ته وه چې په تذکره کې به د «افغان» او «اسلام» یادونه نه کېږي. ولسمشر محمد اشرف غني د احصایې په قانون کې د ستونزو یادونه کړې چې تعدیل او د الیکترونیکي تذکرو تر توزیع وړاندې د ولسي جرګې تصویب ته اړتیا لري. ده ویلي په دې قانون کې باید یو شمېر اصلاحات (تعدیلات) راوستل شي او دا کار به په راتلونکو څو اوونیو کې وشي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery