دخپریدو نیټه : 2015-08-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په سیمه ییزو پولیسو کې د اصلاحاتو د تطبیق د طرز العمل طرحه تصويب شوه
احمد فیصل
د ملي امنيت شورا په سیمه ییزو پولیسو کې د اصلاحاتو د تطبیق د طرز العمل طرحه تصويب کړې ده. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت شورا غونډه پرون د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه. په خبرپاڼه کې زياته شوې، په پیل کې د امنیتي او دفاعي سکټور وزیرانو او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په هکله د ملي امنیت شورا غونډې ته راپور وړاندې کړ. د خبرپاڼې په حواله، په غونډه کې په سیمه ییزو پولیسو کې د اصلاحاتو د تطبیق په موخه د نیول شویو تدابیرو په برخه کې د کورنیو چارو وزیر له راپور سره یو ځای د سیمه ییزو پولیسو د اصلاحاتو د طرزالعمل په طرحه باندې غور وشو. د ملي امنیت شورا د کورنیو چارو وزیر د سپارښتنو په تایید سره یاد طرزالعمل تصویب کړى.