دخپریدو نیټه : 2015-08-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وسله والو په هلمند کې ۱۵ پولیس وژلي
احمد فیصل
د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو چې د پولیسو جامې یې پر تن وې ۱۵ پولیس وژلي دي. چارواکي وايي طالبانو د پولیسو په موټر کې یوه مرکز ته ننوتلي، پولیس یې وژلي او د هغوی وسلې یې وړې دي. د هلمند والي میرزاخان رحیمي وايي چې په دې پېښه کې دوه پولیس ټپيان شوي هم دي. دی وايي چې د دغه مرکز پولیس ته په تلفون ویل شوي وو چې ښايي همکاران یې د لیدلو لپاره ورشي. وسله والو طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې اته نور پولیس یې یرغمل کړي هم دي.