دخپریدو نیټه : 2015-08-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
حامد کرزي د پاکستان پر وړاندې د حکومت د مشرانو وروستی دریځ وستایه
احمد فیصل
پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پاکستان پر وړاندې د حکومت د مشرانو وروستی دریځ وستایه ،نوموړي وویل د پاکستان استخباراتي اداره آی اېس آی د ترهګرو ډلو ساتنه او پالنه کوي
حامد کزری وایي، که نړیوال په خاصه توګه امریکا په افغانستان کې د ترهګرو په له منځه وړو کې پاتې راغلې وي، د سیمې له هېوادونو چین او روسیې دې مرسته وغواړي.
د کرزي په باور، هممهاله هم له ترهګرۍ سره جګړه کیږي او هم د ترهګرو د تجهیز لپاره د هغوی ملاتړو ته پیسې ورکول کیږي.
هاخوا د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وايي، پاکستان په افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي او په تیرو لسو میاشتو کې یې افغان حکومت د سولې په ساختګي پروسه مصروف کړی.