مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-13   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په کندهار کې د ځوانانو نړيواله ورځ ولمانځل سوه.

لودين
په کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د ځوانانو نړيواله ورځ ولمانځل سوه. دا لمانځل غونډه چې لسګونه ځوانانو پکښې ګډون کړى وو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري جوړه سوي او پر مهال د کندهار يو شمېر فرهنګيانو، د دولتي ادارو يو شمېر مامورينو او د اوو تنو ژغورونکي ته ستاينليکونه ورکول سول. د کندر د اطلاعاتو او فرهنګ ريس حضرت ولي هوتک وويل چې د ځوانانو د نړيوالي ورځي په موخه يې ددي غونډي جوړولو څخه د ځوانانو هڅونه ده ترڅو په هېواد او سيمه کې د خپلي خاوري او خلکو لپاره خدمت وکړي. نوموړي وويل چې په کندهار کې ډېر ځوانان سته دي چې ښه استعدادونه لري خو د کار د نشتوالي له امله يې خپل استعدادونه په کار نه دي اچولي. هغه د تېرو کلونو هغه تېر سويو کاري فرصتونو ته اشاره وکړه چې کندهاريو ځوانانو ترې ګټه وانه خيسته. د هوتک په وينا ځوانان بايد لاس په کار سي او هڅه وکړي چې د خپلو کوښښونو په ترڅ کې خاوره اباده او د خلکو خدمت وکړي. نوموړي دا مهال پرمختګ اړين وباله او ويې ويل چې که چېري ځوانان په تعليمي برخه کې پام ډېر کړي نو کيداى سي چې هېواد مو هم پرمختګ وکړي. د کندهار ولايت مقام اداري او مالي رييس عبدالحنان منيب غونډي ته د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي او مرستيال واي عبدالعلي شمسي پيغام ووايه او پر ځوانانو يي ږغ وکړي ، چي د هيواد د پرمختګ دپاره خپلي هلي ځلي جاري وساتي . پر همدې مهال يو شمېر نورو ويناوالو وويل چې په کندهار کې ځوانانو ته د تېرو ديارلسو او څوارلسو کلونو پر مهال کار نه دى سوى. هغوى وويل چې ځوانان مايوسه سوي دي ځکه خو ډېره برخه ځوانان اوس مهال د جګړي قرباني دي. ويناوالو هغه سرتېري او جنګيالي ځوانان ياد کړه چې دا مهال د هېواد اوږده او ناپايه جګړه پر مخ وړي. بايد يادونه وسي چې د ځوانانو د نړيوالي ورځي په مناسبت په دي غونډه کې هغه کس هم تقدير سو چې اووه تنه يې ژغورلي وه او د جوړي سوي لمانځل غونډي ډېره برخه د ملانقيب الله اخند په نوم جوړ سوي بنسټ تمويل کړي وه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery