دخپریدو نیټه : 2015-08-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکا: د داعش ډلې لخوا د کیمیاوي وسلو د کارولو څېړنه کوو
احمد فیصل
د امریکا د ملي امنیت شورا وایي،د هغو راپورونو په اړه جدي څېړنه کوي،چې وایي داعش ډلې له کیمیاوي وسلو ګټه پورته کړې ده.د ملي امنیت شورا ویاند الیستر بسکي په سپینه ماڼۍ کې وویل، په دې اړه مالومات تر لاسه کوي،چې داعش ډلې کیمیاوي وسلې تر لاسه کړې دي که څنګه ؟ پرون دعراق کردي چارواکو اعلان وکړ، چې د دوی پیشمرګه ځواکونه مخمور ښار ته څېرمه د داعش له خوا تر برید لاندي راغلي دي.د جرمني دفاع وزرات چې د پیشمرګه ځواکونه روزي ویلي،چې د دغو ځواکونو ۶۰ تنه یې په تنفسي ناروغۍ اخته شوي دي.تنفسي ګډوډي د کیمیاوي وسلو له کارولو پیداکیږي، خو عراقي یا جرمني چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي،چې دا د کیمیاوي وسلو کوم ډول یې دی .