دخپریدو نیټه : 2015-08-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د زابل چارواکي په دغه ولایت کې د ملا محمد عمر د قبر د موندلو هڅه کوي
احمد فیصل
د زابل چارواکي وايي چې لټه یې پیل کړې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر قبر، که په دغه ولایت کې وي، ومومي.د زابل والي محمد انور اسحاقزي وویل چې تراوسه پوري یې د ملا عمر د قبر د موندلو لپاره هلوځلو کومه نتیجه نه ده ورکړې خو لټون لا روان دی.ده ونه ویل چې څوک د ملا عمر د قبر د موندلو ماموریت په غاړه لري خو یادونه یې وکړه چې پلټونکي د ملي امنیت له ریاست سره تړاو لري.ځینو طالبانو ادعا کړې چې د ملا محمد عمر مړی دوه کاله پخوا په زابل کې خاورو ته سپارل شوی دی خو ځیني نور بیا دا ادعا نه تاییدوي او وايي چې ملا عمر دوه کاله پخوا په کراچۍ کې وژل شوی او همالته په پټه کوم ځای خښ شوی دی.