دخپریدو نیټه : 2015-08-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ملګرو ملتونو د افغانستان پر روانو حالاتو اندېښنه ښودلې ده
احمد فیصل
ملګري ملتونه د افغانستان د روانو حالاتو په اړه اندیښنه لري او له نړېوالو غواړي چې له دغه هېواد سره خپلې مرستې جاري وساتي.د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازې نیکولاس هایسم وویل چې د تیرکال په پرتله په افغانستان کې امنیتي وضعیت کړکیچن شوی دی:هایسم وایي چې دا مهال د نړېوالې ټولنې پام نورو سیمو لکه سوریې، یمن او لیبیا ته اوښتی او افغانستان د نړیوالو کړکیچونو په دوهم ګروپ کې ځای لري.