دخپریدو نیټه : 2015-08-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پاکستان ته تللي افغان پلاوي له نواز شریف سره کتلي
احمد فیصل
افغان پلاوي پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف سره کتلي.افغان پلاوی چې د بهرنیو چارو وزیر، د دفاع وزارت سرپرست او د ملي امنیت مشر په کې دي، د پنجنشنبې په سهار اسلام آباد ته تللی و او د همدې ورځې په مازدیګر بیرته کابل ته راستون شو.د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي دواړو غاړو په "دوه اړخيزه اړيکو او د ګډې علاقه مندۍ پر چارو خبرې وکړي ".د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغان پلاوي د سفر اصلي موخه دا ده، چې پاکستاني چارواکو ته د افغان حکومت او افغانانو ډاګیزه پیغام ورسوي.د کابل په وروستیو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول، چې تر ډېره یې افغان حکومت د پړې ګوته پاکستان کې مېشتو اورپکو ته ونیوه.