دخپریدو نیټه : 2015-08-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په دریو کلونو کې ۱۳زره افغان ځواکونه وژل شوي دي
احمد فیصل
د پنټاګون د یوه راپور له مخې چې پرون خپور شو، د افغان ځواکونو مرګ ژوبله په روان کال کې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاته شوې ده. په راپور کې ویل شوي چې سږ کال تر ۴۳۰۰ ډېر افغان ځواکونه وژل شوي او تر اتو زرو ډېر ټپیان شوي دي. افغان ځواکونو ته دغه مرګ ژوبله د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له لومړۍ د جولای تر ۳۱ مې نېټې اوښتې ده.