مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ننګرهار: کوټ ولسوالۍ کې د ښوونځي مدیر ووژل شو

احمد فیصل
چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د يوه ښوونځي مدير پر ډزو وژلی دی. د دې ولايت د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري وويل، چې تېره ورځ ناوخته ناپېژنده وسله والو د کوټ ولسوالۍ د مولوي يوسف د ښوونځي مدير فضل مولا وژلی دی. هغه زياته کړه : (( مدير فضل مولا په سيمه کې د فاتحې په مراسيمو کې تر ګډون وروسته کور ته پر لاره و ، چې ډزې پرې شوي او وژل شوی دی.)) دغه راز د وژل شوي مدير د کورنۍ او د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې غړي الياس مدني پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې وسله وال طالبان لاس لري. مدني په دې تړاو نور جزييات ور نه کړل، خو يادونه يې وکړه چې مدير فضل مولا په پوهنيز سکتور کې پر دندې سربېره ديني عالم هم و. د وژل شوي مدير په اړه ويل کېږي چې د سولې د عالي شورا د غړي مولوي محمد امين وقاد خورى و او له چاسره يې دښمني نه درلوده. وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery