مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

تر ټاکلي هدف ۷ میلیارده افغانۍ کم عواید راټول شوي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د مالیې وزیر وايي د ملي عوایدو لپاره ټاکل شوی هدف یې نه دی ترلاسه کړی. د مالیې وزیر اکلیل حکیمي پرون په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې تر ټاکلي هدف ۷ میلیارده افغانۍ لږ عواید راټول کړي. حکیمي د عوایدو د کموالي په اړه د خبرو پر مهال د ګمرکونو او مستوفیتونو چارواکو ته ګواښ وکړ، که تر ټاکلي هدف لږ عواید را ټول کړي له دندو به ګوښه شي. نوموړي وویل:« هغو کسانو چې د ټاکلي هدف په اندازه عواید یې نه دي راټول کړي، دری میاشتې وخت ورکول کېږي، چې په شرافتمندانه ډول استعفا وکړي.» حکیمي چې پرون یې د « د مالیې وزارت د ۱۳۹۳ کال او د ۱۳۹۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو اجراتو ته د کتنې» په نوم غونډې ته وینا کوله وویل:« اهداف ټاکل شوي وو، څه شی چې تاسې ژمنه کړې وه، پر اساس یې موږ له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه. اوس زموږ د محاسبې له مخې له شپږ تر اووه میلیارده افغانۍ وروسته پاتې یو.» د مالیې وزیر ویلي چې د عوایدو لپاره ټاکل شوي هدف ته په رسېدو کې دغه وروسته والی له دې کبله راغلی چې یو شمېر ولایتونو ته د عواید ټاکل شوی هدف نه دی ترلاسه شوی. نوموړي د دغو ولایتونو نومونه یاد نه کړل، خو د ګمرکونو او مستوفیتونو پر چارواکو یې غږ وکړ:« زموږ هیله دا ده چې تاسې ته تر ټاکل شویو اهدافو ډېر عواید راټول کړی، هر چا چې لوړ هدف وټاکه او ډېر عواید یې راټول کړل، مکافات به ورکړل کړل شي او هغه کسان چې ټاکل شوی هدف تر لاسه نه کړي په دریو میاشتو کې دې استعفا وکړي.» د مالیې وزیر په خپله پرونۍ غونډه کې د مالیې وزارت له لوري د ملي عوایدو لپاره د ټاکل شوي هدف د اندازې په اړه څه ونه ویل خو څه موده وړاندې د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ویلي وو چې سږ کال د عوایدو لپاره ۱۲۳ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی. نوموړي ویلي وو چې د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۵۴،۶۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې دغه کچه د تېر کال په ورته موده کې ۵۱ میلیارده ډالره وه. د مالیې وزیر د پرونۍ غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د عوایدو د راټولو په برخه کې شته ستونزې او د هغوی حل لارې په ګوته کړي. نوموړي د مالیې وزارت له کارکوونکو غوښتنه وکړه چې خپلې شتمنۍ ثبت کړي او د ګومارنو پر مهال د چا لپاره واسطه نه شي، ځکه د ده په وینا نوموړی یوازې وړتیا ته ارزښت ورکوي. سره له دې چې د مالیې وزارت چارواکو د پرونۍ غونډې پر مهال د ولایتونو د ګمرکونو او مستوفیتونو له چارواکو سره د مرکو مخه نیوله، خو ځینو ویلي چې د ټاکلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي. د زابل ولایت مستوفي حاجي شمس الدین خبریالانو ته وویل چې د سږ کال لپاره د ۹۴ میلیونه افغانۍ عوایدو هدف ورته ټاکل شوی چې تر اوسه ۶۱ میلیونه افغانۍ راټول شوي دي. ده وویل سره له دې چې ناامنۍ په دغه ولایت کې د عوایدو د راټولولو پر وړاندې ستر خنډ دی، خو بیا به هم د ټاکلي هدف د ترلاسه کولو لپاره وروستۍ هڅه وکړي. د لوګر د مستوفیت امر عبدالرافع مدقق وویل:« موږ په ولایت کې د عوایدو د راټولولو پر مهال له امنیتي ستونزو سره مخ کېږو، له څلورو ولسوالیو څخه عواید نه شو راټولولی، یوازې له دوو ولسوالیو عواید راټولولی شو.» د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال د ملي عوایدو لپاره ۱۳۲ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی و، چې له دې ډلې یوازې ۱۰۰ میلیارده یې راټول شول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery