مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

روسیې په افغانستان کې د نشه یي توکو پر زیاتوالي اندېښنه څرنګه کړې ده

احمد فیصل
روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې د نشه یي توکو د کر پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده. له نشه یي توکو سره د روسیې د مبارزې د فدرالي ادارې مشر ویکتور ايوانوف ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د هغو ځمکو کچه چې نشه یي توکو ورباندې کرل کېږي ۶۰ سلنې ته زیاته شوې ده. ده په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پر حضور د نیوکې په ترڅ کې ویلي چې د دغو ځواکونو د عملیاتو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د هیروینو تولید ۴۰ سلنه زیات شوی دی. ایوانوف ویلي په داسې حال کې چې د افغان دولت ټوله بودجه ۱۳ میلیارده ډالره ده، په دغه هېواد کې د ۱۵۰ میلیارده ډالرو نشه يي توکي تولیديږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery