دخپریدو نیټه : 2015-08-18 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
شلو نارينه او ښځينه خبريآلانو ته د سوله ايز ژورناليزم ورکشاپ ورکړل سو .
لودين
په کندهار کي د ازادو رسنيو شلو تنو خبريالانو ته ( د شخړو او لانجو د حل په برخه کي د رسنيو او ژورنالستانو رول ) تر سرليک لاندي دوه ورځنی ورکشاپ جوړ او نن سه شنبه پای ته ورسيد .
دا ورکشاپ د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې له لوري رابلل سوی وو چي د تصويري ، ږغيزو او چاپي رسنيو شلو تنو نارينه او ښځينه خبريالانو ګډون پکښي کړی وو .
د ورکشاپ په دوه ورځني بهير کي د ( شخړو ، لانجې ، ژورناليزم او معياري خبريالي ) په اړه بيلابيل توکي تدريس او ګډونوالو ته وښودل سوه .
ياد ورکشاپ د ګډونوالو له لوري خورا ښه وارزول سو او د کمېټې د سيمه ايزو مسوولينو څخه يي غوښتنه وکړه چي دا ډول ګټور تدريسونه جاري وساتي .
د ورکشاپ په دوهمه ورځ ( د اګست پر اتلسمه ) د ورکشاپ ټولو ګډونوالو ته د کميټې له لوري فراغت ليکونه هم ورکړل سوه او له خبريالانو څخه وغوښتل سوه ، چي په خپل مسلک له مسلکي معيارونو او تکتيتکونو څخه ګټه او کار واخلي .
د افغان خبريالانو کميټې دا ډول ورکشاپونه د ټول هيواد په لويو ښارونو کي په لاره اچولي دي چي له لاري يي سلګونه خبريالان په مسلکي ډول روزل سوي دي .