دخپریدو نیټه : 2015-08-18 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
رحيم الله لودين : په ناامنه سيمو کي هم فعال ښوونځي لرو .
اداره
د زابل د پوهني د رياست چارواکي وايي، چي د خلګو په غوښتنه يې په هغو ناامنه سيمو کي هم ښوونځي فعاله کړي، چي دطالبانو په ولکه کي دي.
زابل په خپل ټول تشکيل کي ۲۴۰ ښوونځي لري، چي ۱۴۰ يې د ناامنيو، د خلګو د نه همکاريو او د ښوونکو نه شتون پر اساس تړلي پاته دي.
د زابل د پوهني ريس هغه راپورونه هم رد کړل، چي د ښوونکو معاشونه وسله وال طالبان اخلي.
د زابل د پوهني د رياست چارواکي، دايچوپان، خاک افغان، شملزي، اټغر او نوبهار د زابل هغه پنځه ولسوالۍ يادوي، چي ښوونځي پکښي نسته او په دې برخه کي د خلګو همکاري هم کمه بولي.
د زابل د پوهني ريس رحيم الله لودين نن په کندهار پريس کلب کي د خپلو لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل.
نوموړی وايي، چي د تړلو ښوونځيو له کبله يې شاوخوا ۷۰ زره د سيمي اوسيدونکي له زده کړو بې برخي دي.
د زابل د پوهني ريس رحيم الله لودين وويل، چي د خلګو په همکاري يې د طالبانو په سيمو کي هم ښوونځي فعاله کړي او په هغو ناامنو سيمو کي،چي د خلګو همکاري او غوښتنه نه وي هلته ښوونځي غيري فعاله دي.
نوموړي په زابل کي د ښوونځيو لپاره د ودانيو نه شتوالۍ، د مسلکي ښوونکو نه درلودل او د بوديجې کموالۍ لويي ستونزي يادي کړې او هيله يې څرګنده کړه، چي د پوهني وزارت به ورته پاملرنه کوي.
د زابل د پوهني د رياست دغه مشر وويل، چي يو شمېر کړۍ يې د کارونو په مخ کي لوي خنډ دي خو په ښکاره ډول يې د چا نوم ياد نه کړ.
نوموړی وويل ، چي دا کړۍ د خپلو شخصي ګټو دپاره د پوهني په برخه کي ستونزي جوړوي او بي ځايه څرګندوني کوي ، لودين د پوهني وده د هر افغان دنده بولي .