دخپریدو نیټه : 2015-08-18 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني : د هڅونې او ستاینې فرهنګ به نورو ادارو ته هم وغځول شي
احمد فیصل
ولسمشر د هېواد د ګمرکونو او مستوفيتونو له مسوولينو سره په کتنه کې ويلي، د هڅونې او ستاینې فرهنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له بنسټونو څخه پیل شوی او نورو بنسټونو ته به هم وغځېږي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي وايي ولسمشر د ګمرکونو د مسوولینو او مستوفیانو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته، په یادو بنسټونو کې د سیستم پر پیاوړي کولو د ټینګار ترڅنګ وویل، زموږ اساسي موخه داده، چې د هېواد په ټولو بنسټونو کې سیستمونه د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر بنسټ رامنځته شي. ده د ګمرکونو ريیسانو او مستوفیانو ته لارښوونه وکړه، چې د اړوندو ادارو د سیستمونو نیمګړتیاوې وارزوي او د چارود ښه والي په اړه دې خپل وړاندیزونه ترتیب او د مالیې وزارت ته وسپاري. نوموړي د ګمرکونو د کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو انسټیټیوټ دې پیاوړی شي.