دخپریدو نیټه : 2015-08-20 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکا: که پاکستان د ترورېزم پر وړاندې ریښتنې همکاري ونه کړي د ايتلافي بسپنې د مرستو دوهمه جوپه به ورنه کړي
احمد فیصل
د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت پاکستان ته خبر ورکړی چې له تروریزم سره په مبارزه کې د نه همکارۍ په خاطر د ايتلافي بسپنې د مرستو دوهمه جوپه نه ورکوي.فرانس پریس خبري اژانس کاږي، چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت دا پیغام په واشنګټن کې د پاکستان سفارت او دغه راز په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته لېږلی دی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکيویلي چې د دې پرېکړې په اړه غیررسمي معلومات ورکړای شوي دي.پاکستان ته د ايتلاف د ملاتړ بسپنه په ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته له دې پیل شوه چې دغه هیواد په افغانستان کې د القاعده او طالبانو ضد ايتلاف کې شامل شو.پاکستان له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري د ايتلاف د ملاتړ له پروګرامه ۱۳ ملیارد ډالره ترلاسه کړي دي.د اروزګان امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ملي امنيت يو کارکوونکى د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوى دى.