د هيواد په کچه د ملي اردو په ليکو کي د لوی کندهار د ځوانانو شمير کم دی ، خو اوس د ملي اردو په ليکو کي د همدې حوزې د ځوانانو ليوالتيا زياته سوې ده او هره ورځ لسګونه ځوانان خپل نومونه ليکي .
اړوند چارواکي وايي ، چي د دې بروسې د زياتوالي لوی لامل د ځوانانو ليوالتيا ده او دوی لمړيتوب هغه کسانو ته ورکوي ، چي ښوونځي يي لوستي وي .
دا په داسي حال کي ده چي د ملي اردو په ليکو کي د جنوبي حوزې د ځوانانو شمير کم دی .
د هيواد په کچه د ملي اردو په ليکو کي د لوی کندهار د ځوانانو شمير کم دی ، خو اوس د ملي اردو په ليکو کي د همدې حوزې د ځوانانو ليوالتيا زياته سوې ده او هره ورځ لسګونه ځوانان خپل نومونه ليکي .
د ملي دفاع وزارت اړوند په کندهار کي د جلب او جذب د قوماندانۍ مسوول ډګروال نوراحمد وايي ، چي ډير حاضر سوي کسان پر شرايطو برابر دي او دوی لمړيتوب هغو کسانو ته ورکوي ، چي ښوونڅي يي لوستي وي ، نوموړی وايي چي د تير په پرتله د علاقه مندو ځوانانو شميره دوولس سلنه زياته سوې ده .
نوموړی وايي ، چي ډير حاضريدونکي کسان دوولسم ټولګۍ فارغين دي او علاقه لري ، چي د هيواد څخه د دفاع او ساتني دپاره د ملي اردو په ليکو کي شامل سي .
نوموړی وايي ، چي نويو حاضريدونکو کسانو ته د دندي د پيل مخکي د تياري او روزني کورسونه هم لري څو له دې لاري لمړنۍ زده کړي تر لاسه کړي .
تازه حاضر سوي کسان وايي د ملي اردو ليکي ځکه خوښوي ، چي د هيواد دفاع ترې کيږي او د خپل وطن د ساتني دپاره يي علاقه ورځ تر بلي زياتيږي .
د افغان فوځ په ليکو کي تازه شامليدونکي کسان بايد د اتلسو او پنځه ديرشو کلنو تر منځ عمر ولري ، قوي ضمانت وړاندي کړي او په کوم جرم نه وي ککړ .
عام افغانان په تازه شامليدونکو کسانو کي احتياط ډير مهم بولي او د تجربو له مخي ويره لري ، چي د دولت وسله وال مخالفين له دي لاري خپل نفوذ زيات نه کړي .