دخپریدو نیټه : 2015-08-25 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
داعش : طالبانو د ملاعمر په نامه دوه کاله خلکو ته دوکه ور کړې ده
احمد فیصل
د داعش د صلاح الدین ایالت پوځي قوماندان وايي د ملاعمر له مرګ وروسته د طالبانو ټولې پرېکړې د اسلام دښمنانو کولې. د داعش په باور، ملااخترمحمد منصور له ایران او کفري هېوادونو سره نږدې اړیکې پالي او د طاغوتي حکومتونو وفادار ملګری دی. دغه قوماندان ویلي چې طالبانو طاغوتي هېوادونو ته خپل سفیران لیږلي او هغوی ته یې د امن او اطمینان پیغامونه ور کړي دي.