د کندهار والي وايي ، چي د خپل سل ورځني پلان د عملي تطبيق په برخه کي دا ځل د کندهار ښار په منځ او څنډو کي ويجاړ سوي سړکونه جوړوي .
د کندهار والي وايي ، چي د خپل سل ورځني پلان د عملي تطبيق په برخه کي دا ځل د کندهار ښار په منځ او څنډو کي ويجاړ سوي سړکونه جوړوي .
د دې لړۍ په لړ کي نن د بای پاس سړک د رغيدو چاري پيل سوې ، بلخوا د کندهار ښاريان د دا ډول پروژو پر ښه کيفيت ټينګار کوي ، خو کندهار ښاروال وايي چي د کيفيت په برخه کي قوي توجه کوي ، نوموړی وايي چي د ټول ښار شل زره متره سړکونه رغوي .
د وخت په تيريدو او د ولايتي ادارې د پخوانيو چارواکو د غفلت له امله په ټيټ کيفيت جوړ سوي سړکونه دا مهال وران سوي او باکيفيته ترميم او بيا قير ته اړتيا لري .
د دې کار په دوهم قدم کي نن سه شنبه د کندهار ښار په منځ کي د غځيدلي سړک بای پاس جوړيده پيل سوه .
دا سړک چې درې کيلومتره طول او لس متره عرض لري د کندهار ښاروالۍ لوري په خپلو پيسو د څلور ميليونو ډالرو په لګښت جوړيږي د دې سړک پرانسته نن کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ، د کندهار د ولايتي شورا مرستيال ، د ولايت مقام اداري او مالي رييس او کندهار ښاروال وکړه .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي خبريالانو ته وويل ، چي د خپل سل ورځني پلان په يوه برخه کي يي د ورانو او ويجاړو سړکونو بيا ترميم ته توجه کړې ده او غواړي چي ټول سړکونه په ښه کيفيت ترميم کړي .
د کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر رسنيو ته دا ومنل چي په تير کي يو شمير سړکونه په ټيټ کيفيت جوړ سوي دي خو دا مهال پلان لري چي د رغنيزو پروژو کيفيت ته زياته توجه وکړي .
دکندهارښاروال وويل ، چي په نږدې ورځو کي به شاوخوا شل زره متره مربع نور سړکونه هم ترميم اوبيرته ورغول سی .
د ښارووال په وينا په دغه سړکونو کي دکابل درراهي څخه ترکندهار امنيه قومندانۍ پوری او دغه راز د ميرويس مېنه د يوشمېرسړکونو ترميم اوبيا رغونه شامله ده .
د کندهار د ولايتي شورا مرستيال حاجي عبدالقيوم هم ژمنه وکړه چي ولايتي شورا به د خپلي دندي له مخي د نظارت لړۍ قوي وساتي .
د کندهار ښار او شاوخوا څنډو د سړکونو د ژر ورانيدو لوی لاملونه په باربري موټرونو کي د زيات بار اچول او په ټيټ کيفيت د سړکونو رغول دي .
د کندهار ښار په منځ کي نوی ترميميدونکی غځيدلی سړک بای پاس دا مهال په سخت وران حالت کي پروت دی ، چي ډير وختونه موټرونه هم پر چپه کيږي ، د کندهار والي د دندي د پيل راهيسي د دې سړک د اساسي جوړيدو ژمني کولې چي بالاخره يي ژمنه په عمل بدله سوه ، د کندهار ښاريان د دې سړک کيفيت ډير اړين بولي .