دخپریدو نیټه : 2015-08-29 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
اروزګان:د چوري مرستيال قومندان او درې پوليس ووژل سول .
د اروزګان ولايت د چوري ولسوالۍ اړوند په کونج سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه سوي ده.
دا چاودنه تېره شپه ماخستن شاوخوا نهه بجي په ياده سيمه کې د چوري د امنيي قومندانۍ پر مرستيال رامنځته سوي ده.
د چوري امنيه قومندان عبدالقوي وايې چې په دي پېښه کې دري تنه وژل سوي دي آو پنځه تنه پوليس نور ټپيان سوي دي.
عبدالقوي وايې چې په وژل سويو کې د چوري د امنيي قومندانۍ مرستيال هم وژل سوى دی ، خو د ولسوالۍ ولسوال بيا د ټپي پوليسو شمير اته تنه ښيي .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .