دخپریدو نیټه : 2015-09-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
میدان وردګوکې خاوند خپله مېرمن وژلې ده
سید سلام
سیمه یز چارواکي وایي،د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې یوه شل کلنه مېرمن د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده.
د میدان وردګو ولایت ویاند عطاءالله خوږیاڼي وویل پېښه، بیګا ماښام نږدې شپږ بجې د نرخ ولسوالۍ په اول خېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.
ده زیاته کړه، وژل شوې مېرمن شکیلا نومېږي او د خپل خاوند نورحمن له لوري وژل شوې ده. هغه وايي امنیتي ځواکونه د پېښې له رامنځته کېدو سره سم سیمې ته رسېدلي او نوموړى یې نیولی دى.