دخپریدو نیټه : 2015-09-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سعودي عربستان له له ایران سره د امریکا د اټومي هوکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده
احمد فیصل
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر وايي،هیواد یې له ایران سره د امریکا د اټومي پروګرام پرسر د شوې هوکړې په اړه اندیښمن نه دی.هغه وایي موږ ته دا بسنه کوي،چې د امریکایې چارواکو له لوري دا ضمانت شوی دی ،چې دغه هوکړه به فارس خلیج ته زیان نه اړوي. جبیر زیاته کړې،چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ټینګار کړی دی،چې له ایران سره شوې هوکړه به ایران د اټومي وسلو له جوړولو را وګرځوي او پر اساس به یې د ایران له ټولو شکمنو نظامي مرکزونو دقیقه څارنه کیږي.