دخپریدو نیټه : 2015-09-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سرتاج عزیز: افغانستان او پاکستان په خپل منځي اعتماد موافقه کړې ده
احمد فیصل
د پاکستان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ سلاکار سرتاج عزیز ویلي، چې پاکستان او افغانستان موافقه وکړه خپل منځي اعتماد بېرته رامنځته کړي.د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې سرتاج عزیز له کابله اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته د پاکستان دولتي تلویزیون (پي ټي وي) ته وویل، دواړو خواوو دغه راز موافقه وکړه چې د یو بل پر خلاف به تورونه نه لګوي.ده همداراز وویل چې په کابل کې یې له افغان له ولسمشر اشرف غني او بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره وکتل.