دخپریدو نیټه : 2015-09-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
روسیه غواړي په افغانستان کې د کور جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي
احمد فیصل
د ښار جوړونې وزارت وایي، روسیه غواړي چې په افغانستان کې خپلو اقتصادي پروژو ته پراختیا ورکړي.دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا خبرې د روسې د انرژۍ وزارت معین یوري سنتیورین د ښار جوړولو له وزیر سید سعادت منصور نادري سره د خبرو پرمهال کړې.خبرپاڼه وایي، روسیه غواړي د افغانستان د اقتصادي پروژو په ځانګړي ډول د کور جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.