مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-07   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د پوهني رياست د تدريسي معينيت لپاره نوې ودانۍ ګټي اخيستني ته وړاندي سوه

کندهار، افغانستان- نن سهار د يو لړ مراسمو پر مهال د پوهني رياست د تدريسي معينيت لپاره نوې ودانۍ د پټۍ په پرېکولو رسماً ګټي اخيستني ته وړاندي سوه. په دغو مراسمو کي د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د پوهني وزارت د عمومي زده کړو مرستيال غلام جيلاني همايون، د معارف رئيس عبدالقادر پيوستون، د ولايتي شورا غړو او ګڼ شمېر نارينه او ښځينه معلمينو ګډون کړی وو. د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د پوهني رياست مسوولينو ته د دې ودانۍ چي د احمدشاه بابا لېسې څنګ ته جوړه سوې، مبارکي وويله او دا يې د معارف په تعميراتي برخه کي یو مهم ګام وباله او د دې لړۍ د غځېدلو هيله يې وښوده. نوموړي وويل چي دغه درې پوړيزه ودانۍ د پوهني وزارت په مرسته د نړيوال بانک له خوا د ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړه سوې ده. عبدالعلي شمسي د معارف رياست مسوولينو ته سپارښتنه وکړه چي په کلکه په دغه رياست کي د بهرنيو لاسوهنو مخه ونيسي او هيڅوک پرېنږدي چي پوهنيز بهير ټکنی او له خنډ سره مخ کړي. هغه زیاته کړه ولايت مقام ژمن دی چي په معارف رياست کي هر ډول لاسوهنه بنده کړي. شمسي وايي: څو تنو غلو د ټول معارف رياست سپېڅلی نوم بدنامه کړی دی. راځئ چي لاسونه سره ورکړو او تعهد وکړو چي په دې رياست کي به بهرنۍ لاسوهني بندوو. تر څو چي مو د پوهني په بهير کي لاسوهنه بنده کړې نه وي، تر هغو پرمختګ نه سو کولای. نوموړي له مرکز څخه غوښتنه وکړه چي د معارف رياست د نظارت لپاره وخت ناوخته نظارتي پلاوي راولېږي، تر څو د پوهني بهير کيفيت لوړ سي او د فساد مخه ونيول سي. د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون وويل له تېرو دوو کالو راهيسي دا لومړنۍ ودانۍ ده چي نوې جوړيږي. هغه زياته کړه چي دا ودانۍ د تدريسي معينيت او د دې معينيت د اړوندو څانګو لپاره جوړه سوې ده. پيوستون وويل دا درې پوړيزه ودانۍ چي ۳۰ اداري خوني، يو کنفرانس سالون او لويه زېرخانه لري، د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د څه باندي ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړه سوې ده. نوموړي زیاته کړه چي دغه ودانۍ د څه کم دوو کلونو په اوږدو کي جوړه او نن ګټي اخيستني ته وړاندي سوه. د پوهني وزارت د عمومي زده کړو مرستيال غلام جيلاني همايون د کندهار خلکو ته د دې ودانۍ د جوړېدو مبارکي وويله او هيله يې وښوده چي دا ودانۍ د پوهني رياست د چارو په چټکتيا کي رول ولوبوي. نوموړي وويل ولايتي ادارې هوډ کړی چي په معارف رياست کي موجود فساد له منځه يوسي او پوهنيز بهير ته پراختيا ورکړي. د يادوني وړ ده چي نن په خيرآباد سيمه کي هم د يوه ښوونځي لپاره يوه ودانۍ ګټي اخيستني ته اماده ده او د معارف رياست له خوا به ګټي اخيستني ته وړاندي سي. د خير آباد د ښوونځي لپاره ودانۍ د څه باندي يو ميليون افغانيو په لګښت جوړه سوې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery