دخپریدو نیټه : 2015-09-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سږ کال د افغانستان اقتصادي وده ۱،۹ سلنه اټکل شوې
احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د نړیوال بانک تازه خپور شوی راپور څرګندوي چې سږ کال به د افغانستان اقتصادي وده ټکنۍ وي او د حکومت له خوا خلکو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو کچه هم ټیټه ده.
د نړیوال بانک چارواکو په افغانستان کې د مالي کړکېچ د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د لېږد بهیر د دې هېواد پر اقتصاد بد اغېز کړی او که اړین اقدمات ترسره نه شي، وضعیت به لا پسې کړکېچن شي.
د نړیوال بانک دغه راپور «د واک له لېږد څخه وروسته افغانستان د ظهور په حال کې " تر نامه لاندې خپور شوی دی؛ چې د لندن له کنفرانس وروسته د هېواد اقتصادي وضعیت څېړي.
په دې راپورکې بېکاري، تاوتریخوالی، نا امني او د اداري فساد زیاتوالی؛ د هېواد د سیاسي وضعیت د خرابېدو او د پانګونو د کموالي لاملونه بلل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې افغانستان به په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې ۱،۹ سلنې وده ولري، په داسې حال کې چې د نفوسو د زیاتوالي کچه ۲،۷ سلنه ښودل شوې ده.
نړیوال بانک وايي، سره له دې چې په افغانستان کې ډېرې عایداتي سرچینې شتون لري، خو مالیات لا هم د دې هېواد د نا خالصو کورنیو تولیداتو ۱۶ سلنه جوړوي.
بلخوا د افغانستان لپاره د نړیوال بانک استازي د لوړپوړو چارواکو (سام) په غونډه کې ويلي وو، چې په افغانستان کې د لېږد بهیر د دې هېواد اقتصاد ډېر زیانمن کړی، حکومت او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې جدي اقدمات ترسره کړي.
د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال انېټې ډیکسون وايي: " یو واقعیت چې موږ یې باید ومنو، دا دی چې په افغانستان کې د مسؤلیتونو د لېږد بهیر تر ډېره د دغه هېواد اقتصاد ته د تمې خلاف زیان رسولی".
هغه زیاتوي: «موږ تمه لرله چې د واک تر لېږد وروسته به حکومتولي او امنيتي وضعیت به ښه شي، خو داسې ونه شول. اقتصادي وده کمه شوې او مالي ادارې هم له ستونزو سره مخ دي، موږ دا اټکل نه و کړی چې د لېږد بهیر اوږدمهاله اغېزې به څه وي او ترکومه بریده به د افغانستان اقتصادي بهیر ته زیان ورسوي".
د نړیوال بانک چارواکي په هېواد کې د پانګونې هڅول، د پانګوالو د هڅونې لپاره د لنډ مهاله طرحو برابرول، پرامنیتي ستراتېژۍ له سره غور کول، د نړیوالې ټولنې د ژمنو دوام، په بېلابېلو برخو کې د مرستو زیاتېدل، د ګمرکونو او مالیاتي ادارو د اصلاحي پروګرامونو دوام او د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې روڼتیا رامنځته کول د دې ستونزو لپاره د حل لنډ مهاله لارې په ګوته کوي.
انیټي ډیکسون وايي: " اوس اړتیا ده چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د خصوصي سکتور باور را خپل کړی شي، موږ پوهېږو چې د لنډې مودې لپاره په دې برخه کې حمایوي پروګرامونه او د اصلاحاتو لپاره له خصوصي سکتور سره خبرې اغېزناکې دي".
کارپوهان وايي که افغان دولت د پر ځان بساینې لپاره لازم ګامونه پورته نه کړي چې د هېواد روان څپڅپانده اقتصادي وضعیت به لا پسې کړکېچن شي.
په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان اقتصاد پر بهرنیو مرستو ولاړ و، چې اوس د دغو مرستو په کمېدو سره بېکاري زیاته او پانګونه کمه شوې ده.