مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

خلک: د اروزګان ځینې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
چارواکي وايي، د اروزګان شهید حساس او خاص اروزګان ولسوالۍ د سقوط پر پوله ولاړې دي او له تېرو څلورو میاشتو راهیسې ور غځېدلې لارې د ملکي او نظامي خلکو پر مخ تړلې دي. سیاسي شنونکي وايي چې اروزګان حکومت هېر کړی او ورته نه پاملرنې یې دغه ولایت د طالبانو پر مرکز بدلیدو ته رسولی دی. د ارزوګان د والي ویاند دوست محمد نایاب سرنوشت ته وویل چې شهید حساس او خاص اروزګان ولسوالیو ته غځېدلې لارې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په بشپړ ډول تړلې او پر ټوله لاره مخالفینو ماینونه خښ کړي دي. ده وویل، په همدې ولسوالیو کې هره ورځ درنې جګړې کېږي نو ځکه ورځ تر بلې په کې د حکومت واکمني د ولسوالیو تر مرکزونو محدودیږي. نایاب وايي سږ کال د اروزګان لپاره تر ټولو ناامن کال دی؛ خو ولایتي اداره په څو ولسوالیو کې د عملیاتو پر پلان کار کوي چې په څو ورځو کې به تر لوړ ګواښ لاندې ولسوالیو کې عملیات پیل شي. دی زیاتوي چې د چنارتو ولسوالۍ په یو شمېر پوستو، د شهید حساس په سراب سیمه، د خاص اروزګان په مرکز وړمه شپه تر سهاره او د ترینکوټ په بلوچي سیمه کې وړمه ورځ اوږدې جګړې روانې شوې چې په جلا جلا جګړو کې دوولس مخالفین او دری پولیس ووژل شول او اووه مخالفین ټپيان شول. د یادونې ده چې د خاص اروزګان په سلطان محمد ناوه سیمه کې دوه اونۍ وړاندې تر یوې میاشت محاصرې وروسته له اتیا سیمه ییزو پولیسو د هغوی د قوماندان په ګډون یو شمېر یې وژغورل شول؛ خو یو شمېر نور بیا د حکومت د نه پاملرنې له امله مخالفینو ووژل. هغه مهال سیمه ییزو پولیسو ویلي وو چې حکومت په یوه میاشت کې یوه مرمۍ هم ورته ونه رسوله، چې اوس د هغوی سیمه د طالبانو په ولکه کې ده. د ارزوګان خلک وايي چې په چنارتو، شهید حساس او خاص ارزوګان کې هره ورځ درندې جګړې کېږي؛ خو افغان ځواکونو ته تر مخالفینو کمې اسانتیاوې رسېږي نو ځکه هره ورځ مخالفین نوې سیمې لاندې کوي. د محمدحنیف په نوم د مرکز ترینکوټ یو اوسېدونکی وايي: ((په اروزګان کې امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي موږ چې څومره معلومات لرو شهید حساس او خاص اروزګان د دولت له ولکې په وتو دي او که بېړنۍ مرسته ور ونه رسېږي ډېر ژر به دغه ولسوالۍ سقوط شي.)) سیاسي شنونکي وايي چې په امنیتي سکتور کې د بې تجربې کسانو ګومارنه، د قومي اړیکو پالل او د زورواکو واکمني هغه لاملونه دي چې د اروزګان ولسوالۍ یې د سقوط پر پوله درولې دي. سیاسي کارپوه ډاکتر ثواب الدین مخکښ سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، په امنیتي سکتور کې لسګونه بې کفایته جنرال پر دندو ګومارل شوي، دوی د جګړې پلان نه شي پلی کولی، همدا راز په سوېلي ولایتونو کې د قومي اړیکو پالل او د واک انحصار هغه لاملونه دي چې نه یوازې ارزوګان، بلکې ګڼ نور ولایتونه یې هم له ګواښ سره مخ کړي دي. د ده په وینا، د ملي یووالي حکومت مشران باید دې ته متوجه وي چې په امنیتي سکتور کې ګڼ داسې کسان شته چې د اړیکو او خپلوۍ له مخې جنرال شوي او کله چې د عملیاتو پلان ورکړل شي نه یې شي پلی کولی او نه هم په خپله پلان جوړلی شي. مخکښ خاص اروزګان او شهید حساس ولسوالیو ته د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او زیاتوي، چې حکومت لومړی په اسانۍ یوه سیمه له لاسه ورکوي او بیا یې د لسګونه سرتېرو په قربانۍ بېرته نیسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery