دخپریدو نیټه : 2015-09-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وسله والو په فراه کې یو ملا امام او بزګر وژلي
احمد فیصل
چارواکي وايي، چې په فراه ولايت کې يو ملا امام او يو کروندګر او فارياب کې يو پوليس وژل شوي دي. د فارياب د پشت کوه ولسوال عبدالرحیم حیدري، وايي چې، ناپېژاندو وسله والو د دې ولسوالۍ د دزدباد کلي د جومات ملا امام ۷۵ کلن ګل احمد او د همدې کلی یو بل اوسېدونکی چې کروندګر و، وژلي دي. ده زياته کړه، یاده پېښه ، په داسې حال کې رامنځته شوې، چې یاد کسان پر موټرسایکل سپاره خپلو کورونو ته روان وو. د هغه په وينا، وسله والو لومړی یاد کسان له ځان سره ژوندی بېولي او بیا يې د همدې ولسوالۍ د سمک په سیمه کې وژلي دي. د يوه بل خبر له مخې، د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله، تېره ورځ يو سرحدي پوليس وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.