دخپریدو نیټه : 2015-09-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ملا اختر منصور د طالب مشرانو د ملاتړ خپلولو لپاره قطر ته یو پلاوی استولی
احمد فیصل
د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور د خپلې مشرۍ د تثبیتولو لپاره قطر ته پلاوی لېږلی چې په دغه هېواد کې د طالبانو د مشرانو ملاتړ خپل کړي. رویټرز خبري اژانس وايي طالبانو ورته ویلي چې منصور په وروستیو ورځو کې ملا جلیل، چې په قطر کې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره ښې اړیکې لري، دوحې ته لېږلی څو په قطر کې د سیاسي دفتر غړي د ملا عمر د زوی او ورور پر ځای د منصور ملاتړ ته وهڅوي. رویټرز خبري اژانس وايي چې تراوسه پوري د طالبانو سیاسي دفتر د منصور مشري تایید کړې نه ده. د طالبانو یوې سرچینې اژانس ته ویلي چې په قطر او منځني ختیځ کې د طالبانو مشران غواړي چې له منصور څخه ځانونه بېل کړي ځکه چې د دوی په باور منصور د پاکستان استخباراتو ته خورا نژدې دی.