دخپریدو نیټه : 2015-09-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ایسا؛ اقتصادي اداره چې سیاسي شوې
د پانګونې د ملاتړ ادارې لسګونو ګوښه شوو کارکوونکو د دې ادارې پر مشر تور پورې کړ چې اداره یې سیاسي کړې ده او مقررۍ په کې د اجرائیه ریاست په لارښوونه کېږي.
د ایسا ادارې مشر محمد قربان حقجو شاوخوا دوه اونۍ مخکې د دې ادارې ۱۳۳ تنه کارکوونکي له دندو لرې کړل.
لسګونه تنه پرون د دې پرېکړې په غبرګون کې د ایسا ادارې د دفتر مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو.
دوی چې بېلابېل شعارونه یې له ځان سره لرل، ایسا پر مشر یې تورې پورې کړ چې اداره یې سیاسي کړې ده.
دغو کسانو ادعا کوله چې محمد قربان حقجو د ایسا ادارې ۱۳۳ تنه کارکوونکي د سیاسي ملحوظاتو پر بنسټ ګوښه کړي او د خپلې دې پرېکړې لپاره هېڅ قانوني دلیل نه لري.
د دوی په وینا، حقجو د ایسا ۱۳۳ تنه مسلکي کارکوونکي د دې لپاره وشړل چې پر ځای یې خپل کسان مقرر او ځان ته معاش لوړ کړي.
هغه وویل، چې حقجو د ځان لپاره ۸ زره ډالره معاش ټاکلی دی، په داسې حال کې چې د پخواني رییس معاش ۵ زره ډالره و.
اعتراض کوونکو ویل چې په ایسا کې د اصلاحاتو په نوم له خلکو سره سیاسي او سلیقوي چلند کېږي.
هغوی رسنیو ته هغه مکتوبونه هم وښودل، چې په دې اداره کې د ځانګړو کسانو د مقررۍ لپاره د اجرائیه ریاست له خوا استول شوي دي.
د اعتراض کوونکو له ډلې یوه تن همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې په ایسا اداره کې وروستۍ مقررۍ پرته له دې چې د ازاد رقابت له لارې ترسره شي، د اجرائیه ریاست په سپارښتنه او لارښوونې ترسره کېږي.
نوموړي د بېلګې په توګه د جوازونو ریاست لپاره د یوه تن ټاکنه په ګوته کړه چې په وینا یې له ازاد رقابت پرته د اجرائیه ریاست له خوا معرفي شوی دی او د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د عبدالله عبدالله د کمپاین غړی و.
دغو کسانو د رسنیو پر وړاندې د اعتراض په توګه خپلو تحصیلي سندونو ته اور هم ورته کړ.
هغه اسناد چې همیانۍ ورځپاڼې ترلاسه کړي، ښيي چې دغه اداره د اجرائیه ریاست تر مستقیم اغېز لاندې ده او مقررۍ په کې د خپلوۍ، ګوندي او سیاسي اړیکو پر بنسټ کېږي.
که څه هم د ایسا ادارې چارواکي ادعا کوي چې یاد ۱۳۳ تنه یې د بودجې د کموالي له امله تنقیض کړي دي، خو همیانۍ ته رسېدلي اسناد په ډاګه کوي چې د ایسا مشر د ځان لپاره تر اتو زرو ډالرو پورې معاش ټاکلی دی او همدارنګه کابو هره ورځ نوي کسان مقررېږي.
د دې ادارې مشر قربان حقجو تر ټاکل کېدو وروسته د ۱۳۹۴ کال د زمري میاشتې په لومړیو کې د ۸۴ یمې ګڼې مکتوب له لارې د پانګونې عالي کمېسیون ته وړاندیز کړی چې د ایسا د رییس معاش لږ تر لږه ۶ زره او ډېر یې۱۰ زره ډالره دی، تاسو چې څومره لازمه ګڼئ، پرېکړه به عملي شي.
همدارنګه د اجرائیه ریاست د دفتر د رییس او د دفتر د ریاست د مرستیال له خوا په ایسا کې د ځانګړو کسانو د مقررۍ لپاره ګڼ شمېر مکتوبونه صادر شوي دي چې دا په یاده اداره کې د خپلسریو، فساد او ګوندي اړیکو د پاللو ښکاروندويي کوي.
شنونکي پر ولسمشر اشرف غني نیوکه کوي چې د دولت خپلواکې ادارې یې هم د سیاسي وېش په پایله کې پر ګوندي کسانو وېشلي دي.
شنونکي وايي، دغه ادارې د عامه خدماتو د وړاندې کولو پر ځای اوس د فساد او نا سالم رقابت پر ډګر بدلې شوې دي.