مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په پکتیکا کې پر پاکستاني تاسیساتو د حکومت چوپتیا

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د پکتیکا خلک وايي، چې په د برمل ولسوالۍ په انګور اډه سیمه کې د پاکستاني پوځ له لوري پيل شوې، دروازه بشپړه شوې او تر دروازې پورې غاړه د پاکستاني پوځ پر نورو تاسیساتو هم کار روان دی. د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې حکومت د خپل منځني اختلافاتو او کوچنیو موضوعاتو له امله پر خپلو پولو واک نه لري او نه یې هم دفاع کولی شي. د پکتیکا خلکو سرنوشت ته ویلي، چې په انګور اډه سربیره په خنډ او تروو سیمو کې هم د پاکستان تېری دوام لري او په دغه سیمو کې یې د افغانستان نږدې شل کیلومتره خاوره لاندې کړې ده. میاشت وړاندې د پکتیکا ولایت لسګونه قومي مشران کابل ته راغلي وو تر څو په دې موخه له ولسمشر سره وګوري چې د پاکستان د تیري مخه ونیسي او یا دوی ته اجازه ورکړي، چې د پاکستان پر وړاندې ودریږي؛ خو دغه قومي مشران په کابل کې د یوې اونۍ تر تیرولو ورسته بیرته پکتیکا ته ولاړل. ددغه قومي پلاوي ځېنو غړو سرنوشت ته ویلي، چې دوی د افغانستان د ملي امنیت شورا سره وکتل او د شورا له لوري هر قومي مشر ته شل شل زره افغانۍ ورکړل شوې او قومي مشران بیرته پکتیکا ته ولاړل، چې ترې وروسته د پاکستان د تېري مسئله هم پاتې شوه. د پکتیکا د مرکز ښرنې یو اوسیدونکی حمدالله وايي، چې په برمل ولسوالۍ کې هغه پاکستاني تاسیسات بشپړ شوي، چې دوه میاشتې وړاندې پيل شوي وو. ده سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د پکتیکا ځوانانو او مشرانو په انګور اډه کې لاریون هم وکړ؛ خو حکومت یې هېڅ ننګه ونه کړه او دغه دروازه د افغانستان په خاوره کې جوړه شوه. دا هغه دروازه ده چې افغان سرحدي پولیسو پرې د نجیب الله په نوم یو سرحدي سرتیری هم قرباني کړ. د ولسي جرګې غړی انجینر شیرولی وردګ وايي، ولسمشر او اجرایه رییس پر کوچنیو فرعي موضوعاتو بوخت دي او لویې ملي ګټې ترې هیرې دي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ټه وویل، ددې پر ځای چې حکومت په پکتیکا، پکتیا او ننګرهار کې د خپلو پولو دفاع وکړي او پاکستان ته د تیري غاښ ماتونکی ځواب ورکړي په خپلو کې سره اخته دي. دی وايي، حکومتي مشران فکر کوي، چې ټول افغانستان یوازې کابل دي، په داسې حال کې چې افغانستان خپلې پولې او جغرافیه لري، چې پام نه ورته کیږي. هڅه مو وکړه په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم را واخلو چې بریالی نه شوو؛ خو د وزارت ویاند صدیق صدیقي تر دې وړاندې سرنوشت ته ویلي وو، چې په پکتیکا کې داسې کومه سیمه نشته چې پاکستان دې پرې تیری کړی وي. قومي مشرانو ته د امنیت شورا له لوري د پیسو د ورکولو په اړه د امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ له سرنوشت سره له خبرو ډډه وکړه. غورځنګ وویل چې نوموړی د دې موضوع په اړه نظر نه شي څرګندولی. صدیقي هغه مهال ویلي، وو چې په انګور اډه سیمه کې د نجیب الله په نوم د افغان سرحدي پولیس شهادت دا په ډاګه کوي، چې افغان سرحدي پولیس د خپلو پولو په ساتنه کې حساس دي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان یو سانتي خاروه هم ونیسي. د پکتیکا د خلکو په وینا پاکستان غواړي د همداسې دروازو د جوړلو له لارې له یو لوري د ډیورنډ د رسمیت ته بهانه جوړه کړي او له بل لوري پښتون قوم چې د کرښې په دواړو غاړو کې پروت دی سره وویشي. په انګور اډه کې دوه میاشتې وړاندې د لاریون پر مهال د پکتیکا خلکو شعار ورکاوه که پاکستان دغه دروازه بشپړه کړي نو دوی به د خپلو کورنیو د لیدو لپاره هم پاسپورټ اخلي، چې اوس دغه دروازه بشپړه شوي او افغان چارواکي یې لا هم په اړه چپ دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery