دخپریدو نیټه : 2015-09-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ملا عبدالمنان نیازی: د علماوو یوه شورا به ډیر ژر د ملا اختر منصور خلاف فتوا ورکړي
احمد فیصل
د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر ورور ملا عبدالمنان نیازی وايي د علماوو یوه شورا به ژر د ملا اختر محمد منصور خلاف فتوار ورکړي. نیازی ادعا کوي چې د شورا تقریباً ټول غړي د منصور له مشرتابه سره اختلاف لري ځکه چې منصور د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د مړینې یا وژل کېدو د څرنګوالي په اړه د شورا پوښتنو ته ځواب نه وايي. ده همداراز تور ولګاوه چې ملا منصور د منځګړو دیني عالمانو د پرېکړې منلو ته هم نه حاضریږي. د ملا عبدالمنان نیازي په وینا په لنډ وخت کې به علما د ملا اختر محمد منصور د مشرۍ د نه مشروعیت په اړه فتوا صادره کړي ځکه چې د ده په وینا نوموړي د علماوو، اسلامي امارت او د ملا محمد عمر اخوند د کورنۍ بې اعتنايي کړې ده.