مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کابل دوه پخواني ښاروالان ممنوع الخروج اعلان شوي

احمد فیصل
سرچينې وايي، د کابل دوه پخواني ښاروالان او د ښاروالۍ ځينې نور کارکوونکي پر اداري فساد د تورنېدو له امله ممنوع الخروج اعلان شوي دي. ځینو رسنیو ویلي چې د لويې څارنوالۍ د جرايمو د څېړنو رياست د ۴۲۲۲ مې شمېرې مکتوب له مخې، د کابل پخواني ښاروالان هر يو محمد يونس نواندېش او روح الله امان، د ښاري پلانونو د تطبيق او طرحې رييس انجنير محمد ياسين، د استملاک رياست کارکوونکي انجنير ايمل سليم، انجنير هدايت او سيد ولي په اداري فساد تورن شوي دي. رسنیو ته په لاس ورغلي مکتوب کې د دې کسانو د ممنوع الخروجې امر شوى او په کې ويل شوي، چې يادو دواړو ښاروالانو د کابل ښار د پنځمې ناحيې اړوند ٢٤ بلاکونه په خپلسرې توګه وېشلي او هم يې په ٦٥ جريبه ځمکه کې فساد کړى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery