دخپریدو نیټه : 2015-09-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د هرات او سمنګانو د سیمنټو فابریکې بېرته فعالېږي
احمد فیصل
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د ودانیز سکتور پراختیا پر استخراجي صنایعو متکي ده او په همدې موخه غواړي په راتلونکو دوو میاشتو کې د سیمنټو د تولید دوې فابریکې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
دغه خبره د کانونو او پټرولیم وزیر ډاکټر داوود شاه سبا پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړه.
سبا وویل چې په هېواد کې د سیمنټو د تولید په برخه کې د پر ځان بساینې لپاره هڅې روانې دي.
د سبا په وینا په هرات او سمنګانو کې د سیمنټو د تولیدي فابریکو د بیا فعالولو لپاره د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د راجلبولو لپاره هڅې روانې دي او په راتلونکو دوو میاشتو کې به یې د دواطلبۍ بهیر بشپړ شي.
ده زیاته کړه، چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د هرات د سیمنټو د کان دوه ځلي قرارداد وشو، خو په قرادادونو کې د ستونزو له امله هېڅکله عملي نه شو.
د کانونو وزیر هیله څرګنده کړه چې افغانستان به په راتلونکو څو کلونو کې د ساختماني موادو د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي.
داوود شاه سبا وویل چې د کانونو وزارت لومړیتوب دا دی څو په راتلونکو پنځو کلونو کې پر کوچنیو کانونو تمرکز وکړي.
هغه وویل:«موږ د دې طرفداره یو چې د معدنکارۍ ډېر شمېر کوچني شرکتونه د افغانانو په خپلې پانګې او مدیریت سره رامنځته کړو، هڅه کوو چې په دې سکتور کې د سترو پانګوالو مشارکت ته زمینه برابره کړو او له نېکه مرغه په دې برخه کې لېوالتیا ډېره ده.»
خو نوموړي زیاته کړه، چې د کانونو د قراردادونو پر پروسې له سره کتنه شوې ده او په تېرو دریو میاشتو کې وتوانېدل چې د حرفوي کانونو د قرارداد په برخه کې یو نوی پکېج جوړ او پلی کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر دغه راز د کانونو د هغو دریو سترو قراردادونو د ارزونې په اړه هم خبر ورکړ چې په وینا یې له تېرو دریو کلونو راهیسې بې برخلیکه دي.
سبا وویل چې د افغان-تاجیک د نفتي حوزې د پراختیا او اکتشاف چارې به ډېر ژر د یوه نړیوال کنسرشیوم له خوا پیل شي.
د کانونو وزیر په هېواد کې د سیمنټو د تولید د پیل په اړه دا خبره په داسې حال کې کوي چې د حکومت کابینې شاوخوا دوه اونۍ مخکې په دې سکتور کې د پانګونې یوه تګلاره تصویب کړه.
دغه پالیسي په هېواد کې د سیمنټو په برخه کې د پانګونې د جلبولو، د ودانیز سکتور لپاره له کورنیو سرچینو څخه د لومړنیو موادو د برابرولو، له هېواده بهر د اسعارو د تېښتې د مخنیوي، د سیمنټو د صنعت د ودې، د مهارتونو د لېږد، خلکو ته د کارموندنې او د نورو مثبتو اقتصادي اغېزو په موخه جوړه شوې ده.
ودانیز توکي د افغانستان د وارداتو لویه برخه جوړوي چې د ټولو وارداتو نږدې ۱۲ سلنه کېږي.
د احصایې د مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې افغانستان په ۱۳۹۳ کال کې له بهر څخه ټولټال ۳ میلیونه او ۴۱۲۸۳۸ ټنه سیمنټ وارد کړي دي.
دا یوازې د رسمي یا قانوني واردات دي او د هغو واردېدونکو سیمنټو په اړه ارقام نه شته چې په غیر قانوني لارو هېواد ته قاچاق کېږي.
دغه کچه په وروستیو دریو کلونو کې کمه شوې ده، مخکېنۍ شمېرې ښيي چې افغانستان ته د واردېدونکو سیمنټو کچه دری برابره لوړه وه.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې مخکې په نورمال ډول افغانستان ته د ورځې له ۱۰ تر ۱۵ زرو ټنو پورې سیمنټ واردېدل چې یوه برخه یې تاجکستان ته هم لېږدول کېده.
خو د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، اوس دا کچه ان له څلورو تر پنځو زرو ټنو پورې رسېدلې ده.
په داسې حال کې چې افغانستان د سیمنټو کانونه او د تولید لپاره کافي ظرفیتونه لري، لا هم په دې برخه کې پر ګاونډیو هېوادونو متکي دی.