دخپریدو نیټه : 2015-09-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
افغان حاجیانو په سعودي عربستان کې لاریون کړی
احمد فیصل
افغان حاجیانو د تېرو کلونو په څېر یو ځل بیا په سعودي عربستان کې لاریون کړی دی. دوی وايي د حج د مراسمو لپاره د کومو اسانتیاوو ژمنه چې ورسره شوې وه، نه دي ورته برابرې شوې. د ننگرهار ولایت نه حج ته تللي یوه کس محمد نبي وايي چې دوی ته په مکه کې چې د اوسېدو کوم ځای ورکړل شوی، ډیر تنگ او نامناسب دی. هغه وايي چې د نارینو او ښځو لپاره داسې بندوبست نه دی شوی چې دوی په محرمه توگه خپل عبادت او نور ورځني کارونه وکړي. دی وايي په ډېرو کسانو یوه خونه ورکړل شوې او د ښځو او نارینه وو تشنابتونه هم ګډ دي چې له کبله یې دوی له ستونزو سره مخ شوی.